د سولې په چارو کې د دولت وزیر له حاجي باتور دوستم سره مشورتي لیدنه وکړه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي څېرو او مخورو سره د مشورتي ناستو په لړ کې حاجي باتور دوستم سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر اړوندو پېښو او موضوعاتو بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له سیاسي څېرو، د مدني ټولنې د بنسټونو له استازو، علماوو، ښځو، ځوانانو او د ټولنې له نورو پاړکو سره مشورتي ناستو ته دوام ورکوي تر څو د سولې په بهیر کې د دوی نظرونه راګډ کړي.
