د سولې په چارو کې د دولت وزیر له اېټالوي پلاوي سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري له ایټالوي پلاوي سره وکتل چې په ترکیب کې یې، په ناټو سازمان کې د ایټالیا دایمي استازی فرانسېسکو ماریا تالو، د افغانستان لپاره د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو وزارت ځانګړی استازی جاینفرانکو پیتروزیلا، د ګډو عملیاتو د ځواکونو ستر جنرال، جنرال فریجیریو او په کابل کې د دغه هېواد سفیر ویتوریو سندلي شامل وو.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر، د تلپاتې سولې په ټینګښت کې د نړیوالې ټولنې پر همکاریو او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پر روانو تحولاتو خبرې وشوې.
