د سولې په چارو کې د دولت وزیر له استاد عبدالرب رسول سیاف سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له سیاسیونو سره د لیدو پر دوام له ملي شخصیت او جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او دغه راز د سولې د بېلابېلو اړخونو په اړه بحث وشو.
