د سولې په چارو کې د دولت وزیر د چین له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بدلونونو او د سولې په بهیر کې د ګاونډویو هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر رول بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري او ملاتړ ځانګړی اهمیت لري.
سید سعادت منصور نادري زیاته کړه چې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه د سیمهييزې اجماع ساتل او پیاوړي کول د سولې بهیر لاره هواروي.
د چین سفیر وویل چې دغه هېواد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي. ده هیله وښوده چې د افغانستان د سولې بهیر به په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لامل شي.
