د سولې په چارو کې د دولت وزیر د چین د خلق جمهوریت له سفیر سره وکتل

a.zia
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۰
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د چین د خلق جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل او د سولې د بهیر پر وروستیو بدلونونو یې خبرې وکړې.
ښاغلي رحیمي په دې لیدنه کې وویل چې د تاوتریخوالي کمښت د اندازې وړ نه دی او عملي اړخ نه‌لري.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت دریځ اوربند وباله او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې په بحثونو او خبرو اترو کې ګډون ته چمتو دی.
ده زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره د اوربند مخکې‌شرط د سولې د خبرو د ردولو په معنا نه دی.
د چین سفیر په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې چین د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه