د سولې په چارو کې د دولت وزیر د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر منصور احمد خان سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر اړوندو مسایلو او همدا راز د مذاکراتو بهیر په پرمختګ کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر رول بحث وکړ.
