د سولې په چارو کې د دولت وزیر: د ټولنې له منځه د راپورته شوو غږونو او مذاکرهکوونکو تر منځ د غږ یووالی د سولې بهیر بریالیتوب تضمینوي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري «د افغانستان د سولې بهیر: پرمختګ، ننګونې او تمې» په ملي کنفرانس کې ګډون وکړ او د دغه کنفرانس په اختتامیه وینا کې یې وویل: د وروستیو دوو لسیزو د ترلاسهشویو ارزښتونو په ساتنه کې یووالی او یو موټی کېدل، او د ټولنې له منځه د راپورته شویو غږونو او د سولې مذاکرهکوونکو تر منځ د غږ یووالی رامنځته کېدل په دې برخه کې زموږ د بریالیتوب تضمین دی.
په دغه کنفرانس کې چې «د سولې او امنیت لهپاره د ښځو نوښت (WIPS)» لهخوا په کابلسرینا هوټل کې جوړ شوی و، ګډونوالو د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو او پر دغه بهیر د بنسټونو او فعالانو د اغېزښندنې پر څرنګوالي ډلهييز بحث وکړ. په پای کې دوه پنلونه جوړ شول چې موضوعګانې یې د سولې بهیر او له بېلابېلو سکتورونو څخه د ښځو حضور او همدا راز د سولې بهیر د بریالیتوب او ټولشمولوالي لپاره د ملي مصالحې د عالي شورا او نړیوالې ټولنې هڅې وې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه کنفرانس په اختتامیه وینا کې وویل، د افغانستان د سولې مذاکرات داسې لوړې ژورې لري چې وړاندوېینه یې نهشي کېدای او زیاته یې کړه، د مدني فعالیتونو او هغو خوځښتونو رول چې د وګړو په تېره د ښځو د حقونو مدافع دي، د تاریخ په دغه پړاو کې د انساني او اسلامي ارزښتونو د بنسټیز کولو لپاره مهم او حیاتي دی.
ده د ټولنې له منځته راپورته شوي جوړښتونه وستایل او ویې ویل چې «د سولې او امنیت لهپاره د ښځو نوښت» د سولې په چارو کې د دولت وزارت له بنسټیزو موخو سره هملوری دی، په داسې ډول چې د سولې په بهیر کې د ښځو بامعنا ګډون او حضور د دغه وزارت یو بنسټیز لومړیتوب دی.
سید سعادت منصور نادري نړیوالو علمي څېړنو ته په اشارې سره وویل: کله چې د مدني ټولنې ډلې لکه د ښځو د حقونو ادارې د سولې بهیر برخه وي، د هوکړو د ناکامېدو شونتیا 64 سلنه کمه وي. همدا راز که ښځې د سولې په بهیر کې د شاهدانو، لاسلیک کوونکو، منځګړو او مذاکرهکوونکو په توګه شاملې وي، د ترلاسه شوې هوکړې دوام 35 سلنه ډېر وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د مدني ټولنې د بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو فعالیتونه تسهیلول د دغه وزارت یوه دنده وبلله. همدا راز ده د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ښځو چارو کمیسیون د جوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د ښځو لیدلوري ترلاسه کول او د سولې جوړښتونو ته یې منسجم لېږد د ښځو معنادار حضور ته مناسب فرصت برابروي.
ښاغلي نادري په داخلي، سیمهييزه، نړیواله او همدا راز د اسلامي نړۍ په کچه اجماع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې له خبرو او تفاهم پرته له پوځي لارې سیاسي غوښتنو ته نهشو رسېدای او د افغانستان ناورین نهشو ختمولی. ده ټینګار وکړ چې دا ټولیز درک رامنځته شوی چې د ناورین ختمولو یوازنۍ سولهييزه حللاره د سولې مذاکراتو مخته وړل او د مذاکرې مېز ته حاضرېدل دي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا، د ناټو ملکي استازي سټفانو پونتهکوروو، د شاهي هېواد هالنډ سفیر ویګرس ګاسیلیا تیودورا ماریا، د انګلستان سفیر الیسون بلیک، د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي برابرۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازې آلټا مېلر، د کورډايډ رئیس جاپ وان هیرډن، د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړې نجیبې ایوبي، د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړې فریدې مومند، د ښځو چارو وزیرې حسینې صافۍ، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت پخوانۍ وزیرې ډاکترې سیما ثمر، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني او د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي هم ویناوې وکړې.
دوی د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو، د سولې په بهیر کې د ښځو د حضور لپاره د ښځو چارو وزارت پر ملاتړ، د سولې په بهیر کې له بېلابېلو سکتورونو څخه د ښځو پر حضور، د سولې بهیر د بریالیتوب او ټولشمولوالي لپاره د ملي مصالحې عالي شورا او نړیوالې ټولنې پر هڅو خبرې وکړې.
د یادونې ده چې «د سولې او امنیت لهپاره د ښځو نوښت (WIPS)» د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د سولې او امنیت په ټولو برخو کې د ښځو د بامعنا ګډون لپاره د عدالتغوښتنې په برخه کې د مدني ټولنې د 15 لویو بنسټونو د همغږۍ په پایله کې جوړ شوی دی.
