د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ولسي جرګې له دویم مرستیال سره وکتل

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۲
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ولسي جرګې له دویم مرستیال احمدشاه رمضان او د ولسي جرګې له غړو عبدالظاهر سالنګي او علي‌اکبر قاسمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ولسي جرګې غړو د سولې په بهیر کې د حکومت د پرمختګونو، پروګرامونو او چمتووالو په اړه معلومات وغوښتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو لپاره د تأييد د رأیو ورکولو لپاره د ولس له استازو مننه وکړه او د روان وضعیت، د حکومت د چمووالو او د وزارت د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.
همدارنګه ښاغلي رحیمي وویل چې حکومت د سولې د خبرو لپاره پر اوربند ټينګار کوي.
په دې لیدنه کې د خلکو استازو د افغانستان په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه