د سولې په چارو کې د دولت وزیر د هېواد د لوېديځې حوزې له وکیلانو سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد د لوېديځي حوزې له وکیلانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې د بهیر پر روان وضعیت خبرې وشوې او نظرونه تبادله شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر له ولسي جرګې مننه وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدو ته یې د تأیید رأیه ورکړه او ویې ویل چې په حوزهيي ډول به له وکیلانو سره زما لیدنې دوام ولري.
