د سولې په چارو کې د دولت وزیر د هند له سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحيمي د سولې د ملاتړې ډلې د جوړېدو په برخه کې په کابل کې د هند له سفیر ویني کومار سره وکتل.
عبدالسلام رحیمي د افغانستان په بیارغونه کې د هند د رول مننه وکړه او د سولې د بهیر او د سولې د ملاتړې ډلې د جوړېدو په اړه یې خبرې وکړې.
د هند سفیر یو ځل بیا وویل چې هند د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي. همدارنګه ده د سولې د ملاتړې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ.
