د سولې په چارو کې د دولت وزیر د هسپانیا له سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو لپاره په کابل کې د هسپانیا له سفیر ګابریل فیران سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر اړوندو موضوعاتو او د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
