د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو ملکي سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر استيفانو پونته کورو په کوربه توب د ماښامانۍ پر مهال له هغه سره وکتل او د سولې اړوندو موضوعاتو باندې يې خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې دواړو لورو په دوحه کې د سولې په روانو مذاکراتو او د افغانستان د سولې د راتلونکي په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلي نادري له افغانستان سره د ناټو او د هغې د غړو هیوادونو د هراړخیزې همکارۍ څخه هم مننه وکړه.
له بلې خوا ښاغلي استيفانو پونته کورو په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د دغه سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
