د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو له ملکي سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په افغانستان کې د ناټو له ملکي سفیر سټیفانو پونتیکوروو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونتیکوروو یو ځل بیا څرګنده کړه چې دغه سازمان د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي ټیم او د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي هم په دې لیدنه کې وویل چې د سولې د بهیر په دې پړاو کې د افغانستان د نړۍوالو همکارانو مشارکت مهم دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د وروستیو 19 کلنو لاستهراوړنو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د ستراتیژیکو شریکانو همکارۍ او ملاتړ ته د اشارې تر څنګ وویل چې د دغو ملاتړونو دوام له افغانستان سره د جګړې په ختمولو کې مرسته کولی شي.
عبدالسلام رحیمي د سولې د مشورتي لویې جرګې بریالۍ جوړېدنه د افغانستان د خلکو بریا وبلله چې پرېکړهلیک یې د سولې لپاره د خلکو د ښه نیت څرګندولو تر څنګ په دغه بهیر کې یو لوی ګام و.
په پای کې سټیفانو پونتیکوروو وویل چې ناټو سازمان به د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه بهیر په لړ کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت همکار وي.
