د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو له ملکي سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په افغانستان کې د ناټو له ملکي سفیر نیکولاس کې سره وکتل او د افغانستان د سولې بهیر پر خنډونو او پرمختګونو یې بحث وکړ.
په دې لیدنه کې ښاغلي نیکولاس کې وویل، د ناټو ملکي څانګه چمتو ده چې له خنډونو څخه د تېرېدو لپاره د حللارو په موندلو کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره مرستې ډېرې کړي.
عبدالسلام رحیمي د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ له امله د ناټو د ملکي څانګې مننه وکړه او د دغه بهیر د وروستي پرمختګ او تاوتریخوالي د پام وړ کمښت په اړه یې له ده سره بحث وکړ.
همدارنګه د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې د سیاسي اجماع د ټينګښت او پياوړتیا لپاره له سیاسي رهبرانو سره ډېرې لیدنې شوې دي.
ده زیاته کړه چې حکومت د مخ پر وړاندې تګ لپاره پوره چمتو دی.
