د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو له جګپوړي ملکي استازي سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په افغانستان کې د ناټو له جګپوړي ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د ناټو پر ملاتړ، په دوحه کې د سولې مذاکراتو د بهیر پر څرنګوالي، د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو پر راتلونکې ناسته، د تاوتریخوالي د درېدو پر اړتیا او اوربند بحث وشو.
سید سعادت منصور نادري د ناټو د تېرو همکاریو مننه وکړه او د افغانستان د سولې بهیر په پرمختګ کې یې د دغه سازمان د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو راتلونکې ناستې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان د نړیوالو همکارانو ګډ دریځونه د مذاکراتو بهیر د بریالیتوب مهمه برخه ده.
همدا راز ده د ملي اجماع د رامنځته کېدو او د سولې په بهیر کې د سیاستوالو د نظرونو شاملېدو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رول په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناټو جګپوړي ملکي استازي د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او داخلي اجماع یې په دغه بهیر کې مهمه وبلله.
ښاغلي پونتیکورو د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ناټو پر ژمنو خبرې وکړې او دوامدارې یې وبللې. ده وویل، په دغه پړاو کې تاوتریخوالی درېدل او اوربند اړین دي.