د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناټو د غړو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۶:۴۶
Smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د ناټو د غړو هېوادونو له استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي په ګډه ناسته کې چې د اروپا د سولې انستېتیوت په مشارکت جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي، نورو غړو عبدالسلام رحیمي، فوزیې کوفي، احمد نادر نادري، محمد ناطقي، عبدالمتین بېک او کلیم‌الله نقیبي ګډون کړی و او د افغانستان د سولې مذاکراتو بهیر پر اوسني وضعیت بحث پکې وشو.
ګډونوالو پر تاوتریخوالي درېدو، اوربند ته پر لار هوارولو، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر مسؤولانه وتلو او د دوحې هوکړه‌لیک پر بیاکتنه بحث وکړ.
د ناټو د غړو هېوادونو ځانګړو استازو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رئیس پر موټر نننی برید وغانده او ویې ویل چې روان تاوتریخوالی او په تېره د مدني ټولنې پر غړو، ښځو، رسنیو او ملکي وګړو بریدونه د منلو نه دي.
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د مذاکراتو لپاره پر برابره فضا د تاوتریخوالي اغېز ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو او مدني ټولنې غږونه د سولې بهیر د مخته تګ لپاره ګټور دي او باید وساتل شي.
دوی غوښتنه وکړه چې د مذاکراتو بهیر د ملاتړ او د تاوتریخوالي درېدو لپاره باید ګډې نړیوالې هڅې دوام وکړي او ویې ویل، د لیدلورو انسجام به د بهیر د پرمختګ لامل شي او باید د روانې جګړې د نامشروع‌والي په اړه د اسلامي نړۍ پیغامونو ته پام وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه