د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د جمهوري ریاست د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې پر بهیر او په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو لورو د هېواد د امنیتي وضعیت او وروستیو بدلونونو په اړه بحث وکړ.
