د سولې په چارو کې د دولت وزیر د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت د افغانستان او منځنۍ آسیا د پروګرامونو له برخې سره آنلاین ناسته وکړه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت د افغانستان او منځنۍ آسیا د پروګرامونو برخې له رئیس او مسؤولینو سره آنلاین خبرې وکړې.
سید سعادت منصور نادري د سولې په بهیر کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رول په اړه خبرې وکړې او هغو نوښتونو او پروګرامونو ته یې اشاره وکړه چې دغه وزارت د سولهجوړونې لپاره پرې کار کوي.
سید سعادت منصور نادري د افغانستان د سولې په بهیر کې تخنیکي همکاریو ته د چمتووالي ښودلو له امله د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت مننه وکړه او ویې ویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي له دغه انستېتیوت سره خپلې ستراتيژيکې بنسټیزې اړیکې پیاوړې کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې مذاکرات یوازې د سولې بهیر برخه ده او د سولهجوړونې د اړوندې نړیوالې پوهې شریکولو لپاره یې د نړیوالو بنسټونو رول مهم وباله. ده زیاته کړه چې دغه وزارت د وړتیاوو لوړولو او شته فرصتونو د استفادې په برخو کې د دواړو ادارو تر منځ د اړیکو پراخولو ته لېوال دی.
ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره شته خوځښت باید وساتل شي او کافي ګټه ترې واخیستل شي.
د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت د افغانستان او منځنۍ آسیا د پروګرامونو رئیس سکاټ ورډن وویل چې د دواړو ادارو تر منځ د همکاریو ساحه پراخه ده او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ فرصت موجود دی.
ښاغلي ورډن د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت د همکاریو پراخولو ته چمتووالی وښود.
