د سولې په چارو کې د دولت وزیر د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله ستر سلاکار مصطفی مستور د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر پکا اولاوي هاویسټو سره وکتل او د جنیوا کنفرانس پر چمتووالي یې خبرې وکړې.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ دوام او په دغه هېواد کې ډیموکراسۍ ته د نړیوالې ټولنې د لېوالتیا یادونه وکړه او ویې ویل چې له افغانستان سره د مرستو په پایله کې باید ولسواک بنسټونه او ارزښتونه تضمین شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په داسې شرایطو کې - چې نړۍ له کرونا وبا او د هغې له محدودیتونو سره مخ ده - د جنیوا کنفرانس د جوړېدو لپاره د فنلنډ د هڅو مننه وکړه.
سید سعادت منصور نادري په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو د روان وضعیت او مخ پر وړاندې لارې په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه ده وویل چې د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام د واقعي پیغامونو یوه مهمه برخه ده چې د افغانستان خلکو ته ورکول کېږي.
په دې لیدنه کې سید سعادت منصور نادري او مصطفی مستور د جنیوا کنفرانس د جوړېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته خپل چمتووالی وښود.