د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سويډن له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په کابل کې د سويډن له سفیر تورکل شارنلوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د سويډن د مرستو او همکاریو مننه وکړه، د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټیزو ارزښتونو په ټینګښت کې یې د دغه هېواد رول د قدر وړ وباله.
سید سعادت منصور نادري د افغانستان د سولې پر بهیر، د مذاکراتو پر روان وضعیت، د طالبانو لهخوا د خبرو پر درېدو او د مذاکراتو په بریالي کېدو کې د نړیوالې ټولنې پر رول خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې افغانستان اسلامي جمهوریت د منتخب دولت په توګه له ملکي خلکو سره د تاوتریخوالي د درېدو او مذاکراتو د مختهتګ په اړوند مسؤولانه چلند کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی تل په مذاکراتو کې د پرمختګ په هڅه کې دی.
ښاغلي نادري د مذاکراتو په پرمختګ او د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د دوحې تړون په بیاکتنه کې د افغانستان د نړیوالو شریکانو او نړیوالې ټولنې انسجام مهم وباله. ده د خبرو په دوام وویل، افغانستان هیلهمن دی چې د نړیوالې ټولنې همکارۍ د سولې تر هوکړې وروسته هم دوام وکړي.
په دې لیدنه کې د سویډن سفیر وویل چې دغه هېواد د خپلواک او ديموکراتیک افغانستان ملاتړی دی او د افغانستان په اړه به په اوږدمهالو ژمنو کې د نړیوالې ټولنې ملګری وي.
ښاغلي شارنلوف د شته فرصتونو او وخت پر کارولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سویډن د تاوتریخوالي درېدو، اوږدمهالي اوربند او د افغانستان د سولې مذاکراتو بهیر د چټکېدو ملاتړ کوي.
ده هیله وښوده چې د افغانستان د سولې مذاکراتو پرمختګ به د سیاسي هوکړې او افغانستان ته د دوامدارې سولې د راتلو لامل شي.
