د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې لپاره د همغږۍ او مشورتي مجمع له مسوولانو سره وکتل

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۶:۰
SMP

د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې لپاره د (اهل تشیع او هزاروو) د همغږۍ او مشورتي مجمع له مسوولانو ډاکتر رسول طالب، سیدنادرشاه بحر، زهرا یګانه او سخي رضايي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د یادې مجمع مسوولانو د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د افغانستان د خلکو لاسته‌راوړنه وبلله او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ.
هغوی زیاته کړه چې مجمع د سولې په ټولو پړاوونو کې همکارۍ ته چمتو ده او د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره یې د دوام‌داره اړیکې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په دغه لیدنه کې د مجمع د ملاتړ مننه وکړه.
د جمهور رئیس ځانکړي استازي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانانو له ارزښتونو څخه د دفاع په برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو رول مهم ګڼي او له هغوی سره به اړیکې لاپراخې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه