د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل
د افغانستان د سولې بهیر د نړیوالې ملاتړې ډلې د جوړېدو لپاره له نړیوالو همکارانو سره د مشورتي ناستو په دوام د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر جاسم بن محمد الخالدي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر اړوندو موضوعاتو او د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
د سعودي عربستان سفیر د دې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره ګټور ګام وباله.
