د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه وزارت کاري څانګې وکتلې
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مرستیالانو او عمومي رئیسانو په ملتیا د دغه وزارت کاري څانګې وکتلې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د څانګو د کتلو پر مهال د وزارت له کارکوونکو سره هم خبرې وکړې او د هغوی خبرې یې واورېدې.
همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالانو او عمومي رئیسانو د دغه وزارت د کاري فضا او څانګو په اړه معلومات وړاندې کړل او د روانو پروګرامونو په اړه یې وضاحت ورکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر محترم سید سعادت منصور نادري په کاري فضا کې پر اصلاحاتو او د څانګو پر ښه کولو ټينګار وکړ او ویې ویل، د وزارت مشرتابه غواړي چې د دغه وزارت د مؤثریت ډېرولو لپاره مناسبه او خوندي کاري فضا برابره شي.
همدارنګه ښاغلي نادري وویل چې په دغه وزارت کې باید د اداري فرهنګ لوړولو، د ستونزو حلولو او په بېلابېلو اړخونو کې د اړتیاوو تشخیصولو ته تل پام وشي.
