د سولې په چارو کې د دولت وزیر د درېیمې کرښې ټولنیز بهیر له مسؤولینو سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د درېیمې کرښې ټولنیز سازمان له رئیس ډاکتر نجیب وردګ او نورو مسؤولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې لومړی ډاکتر نجیب وردګ د درېیمې کرښې بهیر د تېرو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ده وویل، دا سازمان له رضاکارو ځوانانو جوړ دی چې په ملي بهیرونو لکه ټاکنو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ، د کوويډ19 وبا په اړه په پوهاوي، د خپلواکۍ ورځې په نمانځلو، د سولې په مشورتي لویه جرګه او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره په مرسته کې فعال دی.
ښاغلي وردګ زیاته کړه، دغه سازمان د دوحې ناستې ته د خلکو د سولې پیغام کمپاین کړی او له څلورو ولایتونو هلمند، کندهار، کابل او هرات څخه یې د خلکو 90 زره پیغامونه راټول کړي تر څو د سولې جوړښتونو ته ولېږدول شي.
د درېیمې کرښې ټولنیز بهیر سازمان رئیس په سولهجوړونه کې د دغه بنسټ د راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د درېیمې کرښې بهیر د پروګرامونو معنوي ملاتړ او همکارۍ یې وغوښتې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه سازمان فعالیتونه وستایل او ویې ویل، د مدني ټولنې بنسټونه د سولې بهیر د بریالي مخته تګ پیاوړی مټ دی.
ښاغلي نادري وویل، د مدني ټولنې د بنسټونو او د سولې د فعالانو فعالیتونه تسهیلول د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو لومړیتوب دی او زیاته یې کړه، دغه وزارت د هغو پروګرامونو هراړخیز ملاتړی دی چې په خلکو کې ريښې لري او په سولهجوړونه کې ګټور واقع کېږي.
