د سولې په چارو کې د دولت وزیر: د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت د شخړې د تلپاتې ختم لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۱:۱۴
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د «قربانیانو په ملي غونډه» کې چې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او د جګړې د قربانیانو د ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې وه وویل: د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت د شخړې د تلپاتې ختم لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په خپله وینا کې زیاته کړه چې د شخړو د ختمولو نړیوالې تجربې ښيي چې د عدالت له پلیتابه او د جګړې د زیانمنو له مشارکت پرته تلپاتې او عادلانه سولې ته رسېدل ناشوني دي.
ښاغلي نادري وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د نظام او خلکو په استازیتوب د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د حقونو او نظرونو رعایت ته ژمن دی.
دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزیر تلپاتې سولې ته د رسېدو په برخه کې د اوچت شوو ګامونو په اړه خبرې وکړې او د مذاکراتي پلاوي له ټاکلو نیولې، په دوحه کې د مذاکراتو تر پیل او د مذاکراتو لپاره پر طرزالعمل تر هوکړې، په افغانستان کې د جګړې د ناورین د حل لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو تر زیاتوالي او په وروستیو ورځو کې د ملي مصالې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې تر جوړېدو یې یادونه وکړه.
سید سعادت منصور نادري د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره د ګوندونو د مشرانو او ملي شخصیتونو راټولېدل د ملت لپاره غوره پيغام وباله او زیاته یې کړه چې د ملي ګټو د دفاع، د نظام د لاسته‌راوړنو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په اړه ټول یو دي او په یوه واحد صف کې ولاړ دي.
په دغه ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر هم خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د قربیانیانو ملي غونډه د قربانیانو د ملي شبکې او د مدني ټولنې د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ جوړه شوه، په دغه ناسته کې له ټول هېواد څخه څه باندې ۲۰۰ قربانیانو او د بشري حقونو ۳۰ مدافعانو او د مدني ټولنې، بشري حقونو یو شمېر فعالانو او دیپلوماتیکو استازو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه