د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جمهور رئیس له لومړي مرستیال سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري نن تر غرمې وروسته د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال جلالتمآب امرالله صالح سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر اړوندو موضوعاتو او د افغانستان د سولې بهیر پر وروستیو بدلونونو بحث وشو.
ښاغلي صالح د وضعیت په اړه له ژورې پوهې سره د سولې بهیر او دوحې مذاکراتو په اړه ډېر رغنده ټکي روښانه کړل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي به ګټه ترې واخلي.
