د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جمهوري ریاست له دویم مرستیال استاد سرور دانش سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د جمهوري ریاست له دویم مرستیال استاد سرور دانش سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو او د هېواد پر روان وضعیت بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په بهیر کې د داخلي اجماع پیاوړي کول یوه لویه اړتیا وبلله او ویې ویل چې دغه وزارت په دې برخه کې د نښلون د ټکي په توګه خپل رول ادا کوي.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال په دې برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت فعالیتونه مهم وبلل.
