د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.
په دې لیدنه کې په دوحه کې د افغانستان د سولې پر مذاکراتو، له طالبانو سره د کړې هوکړې د بیاکتنې په اړه د متحدو ایالتونو پر تصمیم او د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې پر همکاریو او ملاتړ بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو دوو لسیزو کې له افغانستان اسلامي جمهوریت سره د چاپان دولت د همکاریو مننه وکړه. ده افغانانو ته د دغو همکاریو د اهمیت په یادولو سره ټینګار وکړ چې د سولې بهیر په جریان کې او د سولې هوکړو ته تر رسېدو وروسته یې هم دوام ته اړتیا ده.
