د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د جاپان له سفیر میتسوجي سوزوکا سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي نادري په تېرو کلونو کې د افغانانو لپاره د جاپان د خدمتونو او ملاتړ مننه وکړه او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې معلومات ورکړل.
د جاپان سفیر د افغانستان د سولې بهیر ته د بریاليتوب هیله وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکاریو د فرصتونو پر کارولو هم بحث وشو.
