د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ترکیې له سفیر جيهاد ایرګین ای سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې په پروسه کې په وروستيو پرمختګونو، په روان تاوتریخوالي او د سولې مذاکراتو په بریا کې د افغانستان د دوستو هیوادونو په رول بحث او خبرې وشوې.
