د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ترکیې له سفیر اوغوزخان ارطغرول سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پر بهیر، د افغانستان د سولې په اړه د استانبول پر راتلونکې غونډه او چمتووالي خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو دوو لسیزو کې د ترکیې جمهوریت همکاریو ته اشاره وکړه او د افغانستان د سولې په ټینګښت کې یې د دغه هېواد د دوامدار ملاتړ مننه وکړه.
ده په سیمه کې د دغه هېواد مقام او تاریخي اړیکو ته په کتو سره په استانبول کې راتلونکې غونډه د افغانستان د سولې مذاکراتو په پیاوړي کولو کې مهمه وبلله.
د ترکیې سفیر هم وویل چې د افغانستان د سولې د پروګرامونو په مخته وړلو کې به یې د هېواد همکارۍ دوام ولري او د استانبول ناسته د افغانستان د سولې مذاکراتو د پياوړي کولو لپاره کېږي.
