د سولې په چارو کې د دولت وزیر د تخار له والي سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د تخار له والي عبدالله قرلق سره وکتل.
په دې لیدنه کې په شمالختیځ زون کې د وزارت د ساحوي دفتر پر پرانسیتلو بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په ځايي کچو د سولهجوړونې په برخه کې پر فعالیت او د سولې په بهیر کې د خلکو د پراخې ونډې پر خوندي کولو ټينګار وکړ.
د تخار والي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره هراړخیزې همکارۍ ته چمتووالی وښود او په شمالختیځ زون کې یې د وزارت د ساحوي دفتر د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ.
