د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۴:۴۱
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر یادګارخواجه شادمانوف سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر د نړیوالې ملاتړې ډلې او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې د همغږۍ او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي رحیمي وویل چې اوزبیکستان له افغانستان سره رغنده اقتصادي او سیمه‌ييزې اړیکې لري. همدارنګه ده د سولې د هڅو په برخه کې د دغه هېواد د ملاتړ مننه وکړه.
د اوزبیکستان سفیر هم د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د ملاتړې ډلې د جوړېدو طرحه وستایله او ټینګار یې وکړ چې اوزبیکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه