د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اندونیزیا له سفیر او ورسره پلاوي سره وکتل

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۸:۳۳
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د اندونیزیا له سفیر عارف رحمان سره وکتل او د سولې په برخه کې یې د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د اسلامي نړۍ د علماوو او ښځو پر رول ټینګار وشو.

عبدالسلام رحیمي په تېر کې د افغانستان د علماوو هڅو په ځانګړي ډول د متفقې فتوا صادرولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان اوسنۍ جګړه مشروعیت او دیني ماهیت نه‌لري، د اوربند د کېدو او د مسلمانانو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره د علماوو رول حیاتي ارزښت لري.

همدارنګه ده زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې په بهیر کې د ښځو پر ګډون ټینګار کوي او له بېلابېلو لارو په دې برخه کې عمل کوي.

په دې لیدنه کې د اندونیزیا سفیر وویل چې هېواد به یې د سولې بهیر د اسانۍ لپاره د علماوو د مرستې په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه