د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۴:۵۷
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن ریتنو مارسوډیا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي د سولې د خبرو پیلېدو ته د افغانستان د حکومت د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي رحیمي درې ورځني اوربند، د بې‌قید و شرطه سولې وړاندیز او د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته د اشارې تر څنګ وویل چې حکومت تل د سولې لپاره وار لومړی کړی او دا مهال هم د افغانستان د حکومت یو پلاوی له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل په موخه د لومړنیو خبرو لپاره قطر هېواد ته استول شوی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د افغانستان خلکو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د سولې د خبرو لپاره د باور فضا د جوړېدو په موخه د زندانیانو د تبادلې غوښتنه وکړه. ده زیاته کړه چې په تېر کې د طالبانو زندانیان د سولې د خبرو په برخه کې د افغانستان د خلکو د ښه نیت څرګندولو لپاره آزاد شوي دي. ده د خبرو په دوام وویل چې د زندانیانو آزادول د سولې د بهیر برخه ده چې پر دې موضوع به د خبرو په لړ کې بحث وشي او دا د افغانستان دولت دی چې د خلکو په استازیتوب د زندانیانو په برخه کې د پرېکړې کولو واک لري.
ورپسې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د ښځو پیاوړي کول او په ټولنه کې یې ونډه مهم کار دی او ښځې د سولې په بهیر کې مهم رول لرلای شي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اساسي قانون د ټولو وګړو حقونه تضمین کړي او زیاته یې کړه چې د افغانستان ښځو ډېرې لوړې ژرې لیدلې دي، اوس په خپلو پښو ولاړې دي او د سولې په بهیر کې به د خبرو په لړ کې د خپلو حقونو دفاع وکړي.
مېرمن ریتنو مارسوډیا وویل چې اندونیزیا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې اندونیزیا په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. 
ښاغلي رحیمي د اندونیزیا د همېشنیو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې اندونیزیا د اسلامي هېوادونو تر منځ د یوې بېلګې حیثیت لري او د سولې د بهیر ملاتړ به یې د سولې په برخه کې لویه مرسته وي.
په پای کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې د افغان سولې د بهیر نړۍوال ملاتړونه د دغه بهیر لپاره نړۍوال ضمانتونه او نظارتي میکانیزمونه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه