د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو له ډلې سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۶:۴۰
Smp


د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو له ډلې سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو، په دغه بهیر کې د ښځو پر مهم رول، د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړي کولو پر هڅو او ترکیې ناستې ته پر چمتووالي بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې بهیر د تسهیلوونکي په توګه په دغه بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو شاملولو او ملاتړ ته ژمن دی.
همدا راز ښاغلي نادري د ښځو د وروستیو شل کلنو لاسته‌راوړنو د ساتنې اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مذاکراتو دواړه لوري باید د ښځو د شمولیت مسئلې ته پام وکړي.
ګډونوالو هم د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو حضور مهم وباله او ویې ویل چې ښځې باید په مذاکراتو او پرېکړو کې ښکېلې وي.
د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو په ډله کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو هېوادونو ښځینه چارواکې او استازې شاملې دي. دغه ډله په ټولنه، حکومت او د سولې په هڅو کې د افغان ښځو د حقونو او لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه