د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره وکتل

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۱۶
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي لیو جیان او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان او چین دولتونو تر منځ نېکې اړیکې یادې کړې او ویې ویل چې افغانستان د افغان سولې مذاکراتو په بریالي کېدو کې د چین رول مهم ګڼي.
ده د سولې مذاکراتو په مخته وړلو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې په قطر کې د افغانستان د سولې مذاکراتو په لومړي دور کې د ناستو پر طرزالعمل هوکړه وشوه، په دویم دور کې د مذاکراتو پر اجنډا بحث کېږي.
ښاغلي نادرې «یو کمربند، یوه لاره» لویې پروژې ته په اشارې سره وویل چې د سمیې د اقتصادي پراختیا د پروګرامونو پلي کولو لپاره د هېوادونو سیاسي ثبات مهمه موضوع ده، له دې امله باید د ثبات د ټينګښت لپاره شته فرصتونه پوره پوره وکارول شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر اوربند د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه وبلله او ویې ویل چې سولې ته په رسېدو کې د سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره د ګاونډیانو په تېره بیا د چین رول حیاتي دی چې افغانان یې خپل ملګری او ورور هېواد ګڼي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان ثبات چین ته ځانګړی اهمیت لري، له همدې امله دغه هېواد په افغانستان کې د پخلاینې ملاتړی دی او غواړي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو بهیر بریالی شي.
ښاغلي لیو جیان د افغانستان پر سوله د سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چین په دې برخه کې خپل رول ادا کوي، همدا راز د «یو کمربند، یوه لاره» پروژې په چوکاټ کې به له افغانستان سره خپلو پراختیایي همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه