د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۸:۱۱
UNAMA

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خپل مل پلاوي سره د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په ۲۳مه له غرمې وروسته سره وکتل او د روانو چارو او سولې پروسې د عملي ګامونو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د وروستیو پرمختګونو او د سولې په پروسه کې د لویو کړنو د اغېزناک پرمخ بېولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وړتیا جوړونې او عملي چمتووالو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي یاماموتو د ملګرو ملتونو په استازیتوب د سولې په چارو کې د دولت له وزارت څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه