د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي یاماموتو د سولې د بهیر لپاره د سیاسي اجماع د ټينګښت او پیاوړتیا په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅې وستایلې. ده د سولې په بهیر کې له ټولو ښکلېو اړخونو سره همغږي مهمه وبلله.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناستې او نظرغوښتنې دوام لري او د ټولو نظرونه د سولې په بهیر کې شاملېږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې حکومت د سولې په بهیر کې پر سیاسي اجماع ټینګار کوي او همدارنګه په دغه بهیر کې د ښځو مثبته ونډه اسانوي
