د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالې سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالې متي نودسین سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو او د ترکیې ناستې ته پر چمتووالي خبرې وکړې.
همدا راز د سولې بهیر له ټولشمولوالي څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په دغه بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو د ګډون پر څرنګوالي هم بحث وشو.
