د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د افغانستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره په دوحه کې وکتل. په دغه لیدنه کې د سولې له بهیر څخه د آلمان د ملاتړ او همکارۍ، په جنېوا کې د افغانستان په اړه په نږدې راتلونکي کې د جوړېدونکي کنفرانس او همدا راز په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي نادري د افغانستان د سولې په بهیر کې د مثبت رول او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د همکارۍ مننه وکړه.
