د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د اسلامي حزب له مشر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د اسلامي حزب نورو جګپوړو غړو هم حضور درلود د سولې بهیر په مهمو مسایلو مفصل بحث او مشورې وشوې.
