د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۹:۳۵
Smp


د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له سفیر حسین آوني بوستالي سره د مخه ښې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر، ښاغلی بوستالي د افغانستان خلکو ته یو منلی شخصیت وباله چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه یې پوهه د ماموریت په دوره کې د مهمو لاسته‌راوړنو لامل شوې ده.
سید سعادت منصور نادري د افغانستان په مسایلو په تېره په سوله او اسلامي نړۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او اسلامي همکاریو سازمان تر منځ د اړیکو ټینګښت د ښاغلي بوستالي د ماموریت په دوره کې پام وړ دی.
په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر په جده کې د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس جوړېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه سازمان د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولې.
همدا راز ده د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او افغانستان ته یې د تل‌پاتې او سراسري سولې دعا وکړه.
ښاغلي بوستالي د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو مطالعاتو پایلې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریکې کړې.
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر، ښاغلي بوستالي ته په راتلونکي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه