د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اروپا د سولې انستېتیوت له ټیم سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د اروپا د سولې انستېتیوت له لوی سلاکار پاتریک دوریس او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې د مخامخ خبرو لپاره د چمتووالي په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د دغه انستېتیوت د تخنیکي ملاتړ د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د شریکانو تنخنیکي همکارۍ د سولې په خبرو کې حکومت ته ارزښتناکې دي.
