د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۴:۴۹
SMP

په دغه لیدنه کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اروپايي ټولنې له سفیر پیري مایدون او ورسره پلاوي سره د سولې بهیر او د مدني ټولنې د بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې پیري مایدون د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې پر رول، له ټولنې سره د معلوماتو پر شریکولو او د سولې له بهیر څخه د خلکو پر ملاتړ خبرې وکړې.
نوموړي همدا راز وویل اروپايي ټولنه د سولې بهیر په تخنیکي چارو کې همکارۍ ته چمتو ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د وروستیو دوو لسیزو پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د اروپايي ټولنې له رول څخه مننه وکړه.
عبدالسلام رحیمي وویل حکومت توانېدلی د سولې لپاره ملي اجماع جوړه کړي او اوسمهال د سولې د بیې پر سر د اجماع په جوړولو کار روان دی. نوموړي د مدني ټولنې د بنسټونو ارزښتناکو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې دغه بنسټونه به د سولې بهیر د تمرکز زدایۍ او په دغه بهیر کې د ولایتونو او ولسوالیو د خلکو په مشارکت کې اغېزناک رول ولوبوي.  
د جمهور رئیس ځانګړي استازي زیاته کړه، چې حکومت د ټولنې د سترې برخې په توګه د ښځو ظرفیت ته متوجه دی او د سولې په بهیر کې د مشارکت او شمولیت ډاډمنولو لپاره یې د یو مناسب جوړښت په رامنځته کولو کار پیل شوی دی.
نوموړي وویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزات د ولایتونو او ولسوالیو د ولسي ډلو په اوږدمهاله همکاریو ټینګار لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه