د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر پیري مایډون او د دې ټولنې د سیاسي برخې له مسوول جان سورنسن سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر هڅو او د سولې په بهیر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر دريځونو خبرې وشوې.
عبدالسلام رحیمي وویل: اوربند له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت رسمي دریځ دی.
ده د سولې په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې مرستې مهمې وبللې او ویې ویل، د افغانستان حکومت د دغو مرستو مننه کوي او د دوهاړخیزې همکارۍ دوام غواړي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې راوستلو لپاره له ټولو پاړکو په تېره بیا له ښځو سره د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کار کوي.
پیري مایډون یو ځل بیا وویل چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي. همدارنګه ده د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.
