د سولې په چارو کې د دولت وزیر د آلمان د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان د ځانګړي استازي له مرستیال اندریس کروګر او د هغه له همکار سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د آلمان د اغېزناک رول یادونه وکړه. همدارنګه ده د سولې د اړوندو تعاملاتو د پراخولو او د ټولنې د شخړو حلولو په اړه د ولایتونو په کچه د سولې په چارو کې د دولت وزارت لیدلوری شریک کړ او بحث پرې وشو.
همدارنګه سید سعادت منصور نادري وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغانستان د سولې په مذاکراتو او په عمومي ډول د سولې په بهیر کې د آلمان ډېرېدونکی رول غواړي.
