د سولې په چارو کې د دولت وزیر د آغاخان بنسټ له سفیرې سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د آغاخان بنسټ له سفیرې شهرزاد هیرجي سره وکتل.
په دې لیدنه کې آغلې شهرزاد هیرجي د آغاخان بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه دې په افغانستان کې د سولې راتلو ته هیله وښوده.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر په افغانستان کې د آغاخان بنسټ د ارزښتناکو فعالیتونو مننه وکړه.
همدارنګه دواړو لورو د سولې د وروستیو پېښو په اړه بحث وکړ.
