د سولې په چارو کې د دولت وزیر او یوسېډ د پلاوي لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن له غرمې مخکې د یوسېډ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د یوسېډ د رئیس دستیارې مېرمن کرن فریمن د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د همکاریو ډاډ ورکړ.
مېرمن فریمن او ورسره پلاوي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د یوسېډ د همغږیو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د یوسېډ د پروګرامونو اغېزناکتوب ته په اشارې سره په تېر کې د دغه بنسټ د همکاریو او ملاتړ او په راتلونکي کې د همکاریو د دوام لپاره د چمتووالي مننه وکړه.
نوموړي د سیمې او نړۍ په وضعیت د سولې د پروسې د اغېزو په اړه د ټینګار تر څنګ وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو شریکانو او بنسټونو د همکارۍ هرکلی کوي.
