د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.
ښاغلي یاماماتو یو ځل بیا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ څرګند کړ او د بین الافغاني خبرو اترو پیل یې مهم وباله.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو رول ارزښتناک وباله او د دغه سازمان د همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
